د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۵
د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

د هلمند ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ او د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو او د تحریراتو آمر په ګډون په ۱۴/۷/۱۴۴۶ هـ ق نېټه غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې له قضائي غړو سره د دوسیو د حل او فصل په تړاو بحث وشو او د حقوقي بندیانو د بند د نېټې په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په دوام د ګډونوالو لخوا پرېکړه وشوه چې د مرافعه محکمې اړوند د جزا دېوان په مشرۍ به د زندان او بنديانو په تړاو د صنف بندۍ او د بندیانو د سن معلومولو په اړه يو پلاوی جوړ شي؛ چې د پوهنې، استخباراتو، ولایت مقام، امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور رياستونو پلاوي به يې هم ملتيا کوي.
د غونډې په پای کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د تحریراتو د آمر مولوي عبدالحنان په ملتيا، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۳مې څخه تر ۱۳مې نېټې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۲:۱
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو سمون عمومي رياست او د ماشومانو د ښوونې او روزنې له آمريت څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشادآخندزاده) د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي امین (ګلاب) او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر نورالرحمن (رحماني) په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لوګر ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د محترم مولوي رحمن الدين (ايشان) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي سیف الدين (ذاکر) په کې د غړيو په توګه دنده. . .

بیا په خبرونو کی