د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د درېيم زون  پکتیا د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څارنه وکړه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۳۲
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د درېيم زون  پکتیا د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څارنه وکړه 

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش درې کسیز پلاوي چې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قومنداني سرپرست محترم حافظ حکمت الله (آغا ذهـــین) یې مشري کوله؛ د پکتیا او خوست ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د پکتیا د مرافعه محکمې د امنیتي قطعې له چارو لیدنه او څارنه وکړه. 
د تفتیش او کنټرول پلاوي په دې لیدنه کې د پکتیا او خوست ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د پکتیا د مرافعه محکمې د امنیتي قطعې د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، اکمال او توزیع، د پيره دارۍ له ځایونو او اړونده چارو څخه کنټرول او لیدنه وکړه. 
همداراز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، اتفاق، اتحاد او ورورولۍ د ټينګښت، خپلو دندو ته د پاملرنې او پر وخت رسېدنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدین د امیرانو اطاعت، د علماء کرامو قدرداني، له مراجعینو سره نیک چلند او د وخت څخه  سالمې استفادې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو سره د دوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه بېلا بېلې ناستې ترسره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د قضائي پلاوي په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږيرو په منځګړیتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق د مقتول او قاتل د کورنيو ترمنځ سوله وشوه.
د قتل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د ميدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په. . .

بیا په خبرونو کی