د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۵۵
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۶۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۸۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د جزائي دوسیو په برخه کې (۱۹۰۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د حقوقي دوسیو په برخه کې (۹۳۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د تجارتي دوسیو په برخه کې (۷۸۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۸۱) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی