د کابل ښار د وثيقو او سندونو د ثبت آمريتونو په انګړ کې د (ATM) ماشين فعاله شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۷:۵۷
د کابل ښار د وثيقو او سندونو د ثبت آمريتونو په انګړ کې د (ATM) ماشين فعاله شو

نن د دوشنبې په ورځ د ۲۴/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رياست په هڅو د کابل ښار د وثيقو او سندونو د ثبت آمريتونو په انګړ کې د عزيزي بانک د صرافۍ خپلکاره (ATM) ماشين فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې موخه جوړ شويو مراسمو کې د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کريم الله (زاهد)، د عزیزي بانک مسؤولينو، د وثيقو او سندونو د ثبت مسؤولينو او یو شمېر مراجعينو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې د ياد ماشين په فعاليت سره به د یادې برخې کارکوونکو او مراجعينو ته لازم سهولتونه او اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی