د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس پکتيا ولايت ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۴۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس پکتيا ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال چې مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله د پکتيا ولايت د والي، مرستیال والي، امنيه قوماندان، ولسوالانو، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا او د استخباراتو له رئيسانو سره د ولایت مقام په تالار کې وکتل.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) یادې غونډې ته په وینا کې د ټولو امارتي ادارو ترمنځ په لا ښې همغږۍ، همکارۍ او د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنې باندې ټینګار وکړ.
په دې سربېره د پکتیا محترم مرستیال والي، د علماوو شورا مرستیال، د نظامي محکمې او مرافعه محکمې رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم له یو بل سره د غوره تعامل، همکارۍ او همغږۍ پر ګټو تفصیلي خبرې وکړې او ټولو ژمنه وکړه چې په دې برخو کې هر ډول اصولي اجراآتو او همکاریو ته ژمن دي.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په پکتیا ولایت کې د قتل یوه مهمه دوسیه هم حل او فصل کړه.
د یادونې وړ ده چې محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له دې مخکې هم د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې او یو شمېر جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی