د پکتيا ولايت د درېيو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو لپاره نوي رئيسان معرفي شول

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
د پکتيا ولايت د درېيو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو لپاره نوي رئيسان معرفي شول

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رياست مسؤولينو لخوا په ۱۳/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډه په ترڅ کې د ياد ولايت د احمد خېلو، ميرزکه او سید کرم ولسواليو د ابتدائيه محاکمو لپاره نوي رئيسان معرفي شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولسواليو ولسوالانو، امنيه قوماندانانو، اداري مسؤولينو، سپين ږيرو او مشرانو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د مسؤولينو لخوا تازه معرفي شوو رئيسانو ته ښه راغلاست وويل شو، په امارتي ادارو کې تغير او تبديل يې يو اصل یاد کړ او نويو رئيسانو ته يې په چارو کې د برياليتوب دعا‌‌‌ء وکړه.
د غونډې په وروستيو کې نويو رئيسانو خبرې وکړې وويل، ژمنه کوو چې خپلې چارې به د اسلامي شريعت مطابق مخکې وړو او په چارو به کې هېڅ ډول غفلت نه کوو.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی