د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۴۵
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د پکتیا ولایت د اختصاصي محکمې د قاضي مولوي محمد عبدالغفور (حلیم)، قضائي غړي، د پکتیا د عدلیې ریاست، د امارت د قضایاوو د آمر مولوي عبدالجلیل (شاکر) او د یاد آمریت له مسلکي غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئيس حاضرینو ته ښه را غلاست ووایه، ورپسې د ناستې ګډونوالو خپلې کاري ستونزې د مرافعه محکمې له عمومي رئيس سره شریکې کړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس وویل، محاکم مکلف دي چې په خپلو قضائي چارو کې شفافې او عادلانه کړنې تر سره کړي، محاکم باید د هېڅ شخص او ارګان تر تاثیر لاندې نه وي، د افغانستان په سطحه محاکم تل دا هڅه کوي، تر څو عدالت تطبیق کړي او حق حقدار ته وسپاري.
د مرافعه محکمې رئيس د امارتي منقولو او غیر منقولو اموالو د تلف کېدو د مخنیوي په اړه هم ویناوې وکړې، د امارت د قضایاوو آمر او غړي ته یې توصیه وکړه، چې په مشروع او اصولي ډول د امارت له اموالو او املاکو څخه دفاع وکړي ترڅو بیت المال ضایع نشي.
دغه راز محترم مفتي خالد د ناستې ګډونوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه او غونډه په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اتمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید )رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اتمې دورې افتتاحیه ناسته؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د نورستان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له لسګونو قومي مشرانو، علماوو او سپین‌ږیرو سره وکتل

د نورستان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (سليم)؛ په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د مندول ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، علماوو، مخورو او سپین‌ږیرو. . .

بیا په خبرونو کی