د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۴۰
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل شوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ډېرو هڅو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع حل او د دواړو کورنيو ترمنځ سوله وشوه.
 دغه د قتل پر سر رامنځته شوې جزائي دوسيه د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له لومړنيو اجراآتو وروسته د استینافي غور او څېړنې په موخه د مرافعه محکمې د جزا دېوان ته محول شوې وه؛ چې د مرافعه محکمې د عمومي رئيس او د جزا دېوان رئيس مولوي واحدالله (صدیقي) په ډېرو هڅو جانبین سولې ته راضي شول.
د قتل د یادې موضوع طرفینو د زرمت ولسوالۍ د جهادي ډلګۍ مشرانو، علماء کرامو، مخورو او سپين ږیرو په حضور کې سوله وکړه او دښمني يې په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۲:۲
Background image

د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱۶ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۴۵
Background image

محاکم فارياب طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۳۳۷) دوسیه، به تعداد (۳۷۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت فارياب، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۵۲
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئیس د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د کندهار زون د نظامي محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدګل (صیاد) په مشرۍ یوه پلاوي په ۳/۴/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د بندیانو د وضعیت معلومولو په موخه د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد. . .

بیا په خبرونو کی