د پکتیا د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۲۱
د پکتیا د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې مسؤولینو په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د ډېرو هڅو په نتیجه کې د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل کړه. 
د قتل دغه دوسیه لومړی د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوه؛ له ابتدائي اجراآتو وروسته د استينافي غور او څېړنې په موخه د مرافعه محکمې د جزا دېوان ته محول شوه.
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئيس مولوي واحدالله (صدیقي) په ډېرو هڅو د دوسیې دواړه لوري سولې ته راضي شول او د زرمت ولسوالۍ د جهادي مشرانو، علماء کرامو او مخورو سپين ږیرو په منځګړيتوب د یادې ولسوالۍ د خندقه کلي د دوو کورنيو د قتل موضوع حل او د یادو کورنیو ترمنځ سوله وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی