د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنیت دېوان مستشار محرر مولوي عبدالقدیر، د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان مفتي مولوي عبدالمالک (قادري) او اجرائیه مدیر محب الله (نظري) په ملتيا، په ۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي، د ليدنې په پيل کې د عمومي محبس له مسئولینو سره وکتل؛ ورپسې يې د ټولو بندیانو احوال واخېست او له هر بندي سره یې جلا جلا لیدنه وکړه؛ د هغه بندیانو، چې فیصلې یې نه وې شوې، شهرتونه یې نوټ او د ټولو بندیانو ستونزی یې واورېدې.
دغه راز ياد پلاوي ټولو بندیانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوند محکمې سره شريکې او ژر تر ژره به ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی