د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې (۴۳۰) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۰۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۶) دوسیې فیصله شوې، (۹۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې (۱۴۳) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶) دوسیې فیصله شوې،(۸۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې (۱۸۱) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۹۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی