د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد اړوند عمومي مدیر مولوي سید آغا (خاکسار) يې ملتيا کوله، د جنوب لوېدیځ زون لسو ولایتونو ته، په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه سفر پيل کړ.
په دې سفر کې به د دعوت او ارشاد رياست د پلاوي له خوا د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت له لوري د دعوت او ارشاد ریاست ته ورکړل شوی نصاب، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) فرمانونه، جریده، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د لارښوونو کتاب او پنځه فرمانونه مجاهدینو او کارکوونکو ته توزیع شي.
دغه راز د سترې محکمې د رئيس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکيم (حقاني) له لوري د مجاهدینو لپاره د تائید شوو پنځلسو (۱۵) مادو د تطبیق څخه به هم نظارت او ارزونه وشي.
د یاد سفر په ترڅ کې به د موجوده ستونزو تشخیص او هغو د حل، د مسئولیتونو او فعالیتونو د ارزونې او د دعوت او ارشاد اړوندو چارو د لا ښه تنظیم په موخه د محاکمو مسئولينو او منسوبینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شي.
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر به هم د اړوندو ولایتونو د دعوت او ارشاد آمرینو او د اتو زونونو او څانګو د دعوت او ارشاد اړوندو آمرینو د چارو څخه د خپلې دندې او مسئولیت له مخې نظارت او ارزونه ترسره او د مجاهدینو او کارکوونکو د سیرت او صورت له وضعیت څخه به هم نظارت وکړي او په اړه به ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سفرونو اساسي موخه د ولایتونو په کچه د دعوت او ارشاد د اړوندو آمرینو او مسئولینو د چارو څارنه او ارزونه، د مجاهدینو او کارکوونکو د سیرت او صورت نظارت، د اصلاح او لارښوونې په موخه د اصلاحي بیانونو وړاندې کول او د دعوت او ارشاد اړوندو چارو د لا ښه تنظیم په موخه مسئولینو او منسوبینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی