د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته په ابتدائیه محاکمو کې، (۷۱۸۸) قضیو ته په مرافعه محاکمو او (۲۵۳۹)  قضیو ته په تمیز محکمه کې رسېدنه شوې ده.
همدارنګه، درې ګونو محاکمو په یاده موده کې د ښځو د میراث اړوند (۳۳۸۸) قضیو او د نشه‌یي توکو او مسکراتو اړوند (۴۵۶۵) قضیو ته رسېدنه کړې ده.
په دې سربېره، د ملک په محاکمو کې د څلورمې ربعې په ترڅ کې (۳۷۱۷۶) بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې اجراء شوې، چې د هېوادوالو لپاره د حقوقي خدمتونو د پراختیا او د آسانتیاوو د رامنځته کېدو څرګندونه کوي.
د قضائي خدمتونو د لا ښه تنظیم او د هېوادوالو د غوښتنو د پر وخت تعقیب په موخه، د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او د قضائي معاونیت له لوري د مراجعینو (۴۴۱۳) عرایضو ته رسېدنه شوې ده.
همدارنګه، په همدې موده کې د دارالانشاء عمومي ریاست له لوري د (۱۱۸۹) بېلابېلو عرایضو، استهداآتو او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره شوي، د قضائي مسؤولینو په ترغیبي هڅو او د علماء کرامو، سپین‌ږیرو او قومي مخورو په منځگړیتوب د قتل د (۱۲۰) قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، صلح، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه صادر شوي دي.
باید وویل شي چې، ستره محکمه د اسلامي امارت د قضائي نظام د اساسي موخو په رڼا کې ژمنه ده، تر څو د اسلامي شریعت د سپېڅلو احکامو پر بنسټ د خلکو حقوق خوندي کړي، قضیو ته پر وخت، عادلانه او شفافه توگه رسېدنه وکړي او د هېوادوالو لپاره د باوري، اغېزمنو او معیاري قضائي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو هڅې نورې هم قوي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی