د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱
د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)  په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ د جلسو په تالار کې د مرافعه محکمې دېوانونو، ښاري ابتدائيه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو او د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په ګډون، په ۵/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس وینا وکړه وویل، نظام بېلا بېلې ادارې لري چې د اسلامي نظام د یووالي لپاره خدمات ترسره کوي، له هغو څخه یو د امنیه قوماندانۍ له جنائي جرمونو سره د مبارزې آمریت دی، د محاکمو او جنائي برخې ترمنځ همغږۍ او همکاري ډېره ضروري ده او باید له یو بل سره لازمه او پر وخت همغږي او همکاري ولري.
دواړو لوریو له یو بل سره د تېر په څېر د اصولو په رڼا کې د لا قوي همغږۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی