د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له ښاري ابتدائیه او د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۳۷
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له ښاري ابتدائیه او د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمضفر میاشتې له ۸مې تر ۱۳مې نېټې د دغه ولايت د ګوشتې، کوزکونړ، دره نور، نازیان، ده بالا، شینوارو، شېرزاد، خوګیاڼو او ښاري ابتدائیه محکمې له دېوانونو او د ټولو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د مرافعه محکمې هيئت د ابتدائيه محاکمو د قضيو د اجراآتو، فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونو، د عرايضو د ثبت دفترونو او نورو اړوندو اسنادو هر اړخيزه ارزونه ترسره او د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې، د اداري نظم د پياوړتيا او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په موخه اړوندو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې او هدايات وکړل.
د مرافعه محکمې یاد پلاوي د ګوشتې، کوزکونړ، دره نور، نازیان، ده بالا، شینوارو، شېرزاد، خوګیاڼو او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو او ولسواليو د رئيسانو  امنيه قوماندانيو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولينو سره ګډې غونډې ترسره کړې.
 په دغو غونډو کې د قضائي فيصلو د تطبيق، د مراجعينو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې، د دوسيو د چټک او عادلانه حل او فصل، د عدلي او امنيتي ارګانونو ترمنځ د لا پياوړې همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت مفصلې خبرې وشوې.
په پای کې یادو ارګانونو د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وکړه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښه والي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۵۴
Background image

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو  په هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحينو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده د قتل موضوع د مقر ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۳۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸). . .

بیا په خبرونو کی