د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ، رودات، کوټ، سپين غر، اچين او دور بابا ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې دغه هيئت د یادو ابتدائيه محاکمو د فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونه، د عرايضو ثبت او نور اړوند اسناد په دقت سره وکتل، د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې او د قضائي اجراآتو د لا بهبود په اړه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي، د یادو ولسواليو د قوماندانیو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولینو سره هم ګډې غونډې وکړې؛ په غونډو کې د قضائي فیصلو د تطبیق، د قانون حاکمیت، د مراجعینو  ستونزو ته پر وخت رسېدنې او پر خپل وخت د دوسیو د حل او فصل، د عدلي او امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ پر اهمیت خبرې وشوې.
په پای کې د یادو ارګانونو له لوري د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وشوه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښه‌والي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د میدان وردګ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

 د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۰۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۵۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳). . .

بیا په خبرونو کی