د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس د یوه هیئت په مشرۍ کونړ ولایت ته رسمي سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۰
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس د یوه هیئت په مشرۍ کونړ ولایت ته رسمي سفر وکړ

 

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۹مه نېټه د دوهم زون اړوند کونړ ولایت ته د رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت د نظامي او ملکي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.

د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤولینو او مجاهدینو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د رسمي نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو؛ نو باید هڅه وکړو، چې را سپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.

هغه زیاته کړه، زموږ او ستاسو لپاره معیار د اسلام مبارک دین احکام دي، د اسلامي احکامو مطابق له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړئ او له سمت‌پالنې، ژبني تعصب او قوم‌پرستۍ څخه ځانونه وساتئ. تر هغو چې موږ متحد یو، د اسلام د مبارک دین پر احکامو عمل کوو او خپل اخلاص او یووالی ساتو، د الله تعالی په مرسته به بریالي یو او د هغه نصرت به زموږ مل وي. خو که خدای مه کړه، موږ خپل ځانونه د نفساني غوښتنو تابع کړل، نو له ستونزو سره به مخ شو او د بریا زمینه به له منځه ولاړه شي. له همدې امله، زموږ ټولو مسؤولیت دی، چې د اسلامي ارزښتونو، ورورولۍ، یووالي او متقابل احترام ساتنه وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا او نصرت ترلاسه کړو.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت به د دوهم زون اړوند پاتې ولایتونو ته هم سفر وکړي، هلته به د محاکمو له مسؤولینو سره د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه پر هر اړخیزو خبرو سربېره د امنیتي او اجرائیو  قطعاتو چارې له نږدې وګوري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی