د  ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د حصارک او چپرهار  ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۳
د  ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د حصارک او چپرهار  ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۶مه او ۱۴مه نېټه د ننګرهار ولايت د حصارک او چپرهار ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
ياد هيئت د دواړو ابتدائيه محاکمو د فيصلو، دوسيو د اندراج کتابونو، د عرايضو ثبت او نور اړوند اسناد په دقت سره وکتل، د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې او د قضائي اجراآتو د لا بهبود په اړه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي، د یادو ولسواليو د قوماندانیو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولینو سره هم ګډې غونډې وکړې؛ په غونډو کې د قضائي فیصلو د تطبیق، د قانون حاکمیت، د مراجعینو  ستونزو ته پر وخت رسېدنې او پر خپل وخت د دوسیو د حل او فصل، د عدلي او امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ پر اهمیت خبرې وشوې.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او  همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه د دوامداره همکاریو ډاډ څرګند شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی