د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست یوه پلاوي د پنځو ولایتونو د نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه لیدنه او نظارت وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۵
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست یوه پلاوي د پنځو ولایتونو د نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه لیدنه او نظارت وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۴مه نېټه د شپږم زون (فراه، نیمروز، غور، هرات او بادغیس) ولایتونو د نظامي او ملکي محاکمو د رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.
د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان او ورسره مل هیئت شپږم زون ته د سفر پر مهال د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
دغه راز الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو، باید هڅه وکړو چې خپل راسپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د قوماندان او ورسره مل پلاوي دغه اته ورځنی سفر د ذوالحجة الحرام میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

بیا په خبرونو کی