د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۳۹
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمن الدین (ایشان) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په (16مه) نېټه پروان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د دغه ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، او غوښتنې يې له ځان سره يادداشت او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۹) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، د وثایقو او حقوقو آمریتونو، نظامي او اختصاصي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې کړې.
یاد هیئت د محاکمو پر وړاندې شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د پروان ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې.
یاد هيئت د خپل سفر په دوام د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمن الدین (ایشان) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲۵
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د چهارچينو او دهراود ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د مرافعه محکمې مدني دېوان مفتي مولوي عبدالباري، د حقوقو آمر مولوي الله داد (عابد)، د یاد ریاست اجرائيه مدیر محب الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه پلاوي په ملتیا د بلخ زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې. . .

بیا په خبرونو کی