د سترې محکمې اړوند د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د کندهار ولایت له یو شمېر محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۶
د سترې محکمې اړوند د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د کندهار ولایت له یو شمېر محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمد هاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي شیخ محمد لعل، مولوي عطاء الرحمن، د جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست تجارتي دېوان مفتي مولوي مغفور الله او یو شمېر نورو غړو په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه، د کندهار زون نظامي، د ځمکو غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد اختصاصي، ښاري ابتدائیه او مرافعه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې قضائي مرستیال محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب د کندهار ولایت مرافعه محکمې اړوند ټولو قضائي، اداري، خدمتي او نظامي مسؤولینو سره په یوه غونډه کې وکتل.
محترم شیخ منیر صاحب د غونډې ګډونوالو ته د قضاء، مسؤولیت اداء کولو او په دنده کې د اخلاص اړوند مهمه وینا وکړه وویل، په محاکمو کې چې هر چاته کومه دنده او مسؤولیت ورسپارل شوی وي، هغه که د قضاء، اداري او یا هم امنیتي برخه کې وي، باید ټول په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره خپلو مسؤولیتونو ته رسېدنه وکړو، د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورو او ورته د شرعي او قضائي اصولو په رڼا کې رسېدنه وکړو.
ورپسې محترم شیخ صاحب او ورسره مل هیئت د یادو ټولو محاکمو د ریاستونو، دېوانونو او ادارو څخه له نږدې لیدنه وکړه، د دوی چارې یې وکتلې، د هغوی اړتیاوې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د ليدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو مسؤولینو له ورغلي هیئت څخه خوښي څرګنده کړه، چې د دوی حال اخلي؛ ستونزې یې اوري او د حل په موخه یې اړوند ادارو ته سپارښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی