د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ نېټه، د جعل او تزویر د مخنیوي او له دې پدیدې سره د مبارزې په موخه غونډه د همغږۍ وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د غونډې اساسي موخه د جعل او تزویر مخنیوی او د چارو چټک، بې خنډه او منظم پر مخ وړل دي.
نوموړي زیاته کړه، موږ او تاسې ټول الحمدلله د یوه واحد او سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندې د یوې سپېڅلې موخې لپاره کار کوو؛ نو اړینه ده چې د هېوادوالو ستونزو ته د حل لپاره په ګډه همغږي او دوامداره همکاري ولرو، د راسپارل شویو دندو د سمې اداینې لپاره مو باید تر منځ نږدې اړیکې موجودې وي، څو د اړتیا پر مهال یو د بل لاسنیوی وکړو، ښه همغږي د دې لامل ګرځي چې چارې په لا زیات شفافیت ترسره شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د جعل او تزویر پدیده نه یوازې د قانوني او اداري چارو شفافیت ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې پر باور هم منفي اغېز کوي.
د غونډې په دوام د وثیقو او سندونو د ثبت آمرینو هغه نقطې په ګوته کړې چې د کارونو د ځنډ لامل ګرځي، هغوی په ځانګړي ډول ټینګار وکړ، چې د ناحیو له لوري د وکیلانو د شهرت لېستونه باید له محاکمو سره شریک شي او د هغوی د لاسلیکونو نمونې هم معرفي شي، څو د اسنادو ثبت او اړوند چارې په دقیق او شفاف ډول ترسره شي او د هر ډول جعل او تزویر مخه ونیول شي. 
همدارنګه هغوی غوښتنه وکړه چې د محاکمو استعلامونه باید پرته له ځنډه د ناحیو له خوا ځواب شي، ترڅو چارې پر وخت ترسره شي.
دغه راز د ناحیو رئیسانو هم د دغو وړاندیزونو ملاتړ وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ، هغوی وویل چې د جعل او تزویر پر وړاندې د مبارزې لپاره باید یوه فعاله او همغږې کاري ډله جوړه شي او دا ډول غونډې په منظم ډول دوام ومومي.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې مرستيال ګډونوالو ته د ګډو کړنو او د معلوماتو د تبادلې په اړه اړینې لارښوونې وکړې وویل، چې د جعل او تزویر پر وړاندې مبارزه یو ګډ مسؤولیت دی او په دې برخه کې باید جدي او عملي ګامونه واخیستل شي، د دې هڅو پایله به د هر ډول فساد او بدمرغیو پر وړاندې یو پیاوړی خنډ وي او دا ډول غونډې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۶۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۳/۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۷۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
 د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۶۷۰) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی