د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱۲
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۰۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۱۰۴) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ له دې جملې څخه د (۲۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۷۵) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې: 
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۱۹۷) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ له دې جملې څخه د (۹۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۹۸) دوسیې فیصله شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو له مرستیال مولوي عبدالرحمن (قاسمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی