د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۶
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست کاري طرزالعمل ترتیب، تنظیم او د ټاکلي هیئت له تائید وروسته له اړوند مرجع سره د تائيدۍ په موخه شریک شوی.  
2.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د قراردادونو له ډلې د تیلو، تنظیفاتي توکو، مایع ګاز او د ژمني البسې قراردادونه نهايي شوي، چې تر اوسه یې شاوخوا (۸۰) سلنه اړوند اجناس اکمال او په ډیپوګانو کې ځای پر ځای شوي دي.
3.    په دویمه ربعه کې د یاد ریاست اړوند منسوبینو او مجاهدینو ته نږدې (۱۰۳۶) قلمه بېلابېل لوژستیکي، تعمیراتي، محروقاتي، البسوي، قرطاسیوي، مفروشاتي او نور اړین توکي اکمال او وېشل شوي دي.
4.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند پرسونل لپاره په نظامي او مسلکي برخو کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه تنظیم شوي دي.
5.    په دویمه ربعه کې د خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۲۲۹) کسان فارغ شوي او هغوی ته تائیدلیکونه وېشل شوي دي. 
6.    په دویمه ربعه کې د یاد ریاست د منسوبینو د نظامي او مسلکي وړتیاوو د لا لوړولو په موخه د کورنیو چارو محترم وزارت اړوند د کابل اسلامي ملي پولیسو د تعلیمي اکاډمۍ څلور تنه مجربو استادانو د همکارۍ په ډول په یوه تعلیمي دوره کې ګډون درلود، چې دا مهال د یاد مرکز په قوماندانۍ کې د کورنیو چارو وزارت د تائید شوي نصاب له مخې دیني، عقیدوي، اصلاحي، تعلیمي او نظامي زده کړې او د قضاتو د ساتنې ځانګړی تائید شوی نصاب د مجربو استادانو له لوري د معسکر مجاهدینو ته تدریس کېږي.
7.    په دویمه ربعه کې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د مجاهدینو د ستونزو د حل په موخه له بېلابېلو ادارو سره ګڼ شمېر استعلامونه او وړاندیزونه تبادله شوي دي.
8.    په دویمه ربعه کې د اداري ستونزو د حل لپاره له اړوندو مسؤولینو سره منظمې اونیزې غونډې او د یاد ریاست د چارو د پرمختګ، چټکتیا او ستونزو د مخنیوي په موخه په اونیز ډول له علماوو سره هم غونډې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی