د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۲:۱
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او اړوند د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، د فرمانونو د تعقیب او نظارت او د زندانونو چارو استازو او مسؤولينو په ګډون، په ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د متحدالمآلونو اړوند مهم ټکي او یو شمېر نور موضوعات له ګډونوالو سره شريک کړل.
د غونډې په دوام په جزائي موضوعاتو، د مجرمینو او مظنونینو، د بندیانو، او نظارت‌خانو، توقیف او نورو اړوند موضوعاتو بحث وشو، له بحث وروسته اړوند موضوعات او د محبوسینو دوسيې، توقیف او نظارت خانو ورځنیو کړنو د لا چټکتیا، چارو ته د عاجلې رسېدنې په موخه نهايي پایلې له مسؤولينو سره شريکې شوې.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس لخوا مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وشوې؛ چې د امنیتي ارګانونو او نورو مسؤولینو لخوا پوره ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی