په لغمان ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۲۲
په لغمان ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته چې پر لواطت او غلا متهم وو؛ نن سه شنبه (۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې شپږ متهمين پر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو او اووم متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته په سراج تاريخي بڼ کې پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت مرافعه محکمې د مسئولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د فراه ولايت د ګلستان. . .

بیا په خبرونو کی