د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۵۴
د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه  ترسره کړي:
۱ـ په دویمه ربعه کې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا هره ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته د سترې محکمې د ټولو ریاستونو کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د ورکړل شوي درسي نصاب مطابق، نیم ساعت تدريس شوی دی.
۲ـ په دویمه ربعه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان مطابق د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، فرمانونو، حکمونو، هدایاتو او لارښوونو جریده، د لارښوونې کتاب، د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې، د لمانځه د اقامې په اړه فرمان او توصیې او د بدو رواجونو د مخنیوي په اړه فرمان تدریس شوي دي.
۳ـ په دویمه ربعه کې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په هره اونۍ کې دوه ځلې د سترې محکمې ټولو غړو ته اصلاحي بیان او د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته په بېلابېلو وختونو کې د نظامي درسونو اړوند کتابونو تدریس شوي دي.
۴ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په يوه ربعه کې درې ځله د سترې محکمې مرکزي ریاستونو نظارت شوی؛ په ترتيب سره هره ورځ د یوه ریاست څخه ليدنه شوې او هغوی ته د لا ښه فعالیتونو ترسره کولو لپاره نيکې سپارښتنې شوې دي. 
۵ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د سترې محکمې محترمو شیوخ کرامو، رئیسانو، آمرينو، قاضیانو او قضائي غړو ته په یوه ربعه کې درې مذاکراتي غونډې جوړې شوې دي.
۶ـ د دعوت او ارشاد ریاست لخوا په یوه ربعه کې درې ځله د کابل ولایت مرافعه، وثایقو، قضائي زده کړو، ښاري ابتدائیه، نشه‌يي توکو او نظامي محاکمو، د حقوقو عمومي ریاست او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند منسوبینو نظارت شوی او هلته د اصلاحاتو په موخه ځانګړې جلسې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۸
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رمضان المبارک میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په جریان کې د (۸۱) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

بیا په خبرونو کی