د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۲۹ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان پنځه متهمين پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو او یو متهم په دوه کاله تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
