د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۴۳
د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې په موخه (۷۸۵) مکتوبونه راغلي؛ چې له ارزونې وروسته احکام شوي او د لارښوونو مطابق اړوند ادارو ته بېرته لېږل شوي دي.
2ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت د بېلا بېلو قضائي او اداري موضوعاتو اړوند (۶۳۸) مکتوبونه د قضائي معاونیت د هدایت مطابق صادر او اړوندو مراجعو ته لېږلي دي.
3ـ د سترې محکمې قضائي معاونيت ته (۲۹۶۵) عريضې راغلې، چې له ارزونې او هدایت وروسته لازم اجراآت پرې شوي او له دې جملې (۷۸۶) عريضې مستردې شوې.
4ـ د سترې محکمې قضائي معاونيت تر تائيد او تعدیل وروسته (۲۹۶) د تعزیر بالضرب دوسیې د (۳۸) ۴ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټې متحدالمآل مطابق اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی