د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۲۳
د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ښاري ابتدئیه محکمې رئيس محترم مولوي ظاهرالله (مروان) او د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ملتیا، په ۲۶/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولايت له مرکزي عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي لومړی د محبس له آمر مولوي نعمت الله زید سره د بندیانو اړوند موضوعاتو باندې تفصیلي مجلس وکړ؛ ورپسې يې د یاد محبس د بندیانو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس بندیانو ته وینا وکړه وویل، خپل عبادت کوئ، درسونه وایئ چې هم مو اجر وي او هم به د مشرانو د شفقت وړ وګرځئ، له بخښنې او تخفیف به استفاده وکړئ او زندان د ځان لپاره د عبرت درس جوړ کړئ، ترڅو بیا بدو کړنو ته مخه نکړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

په پکتیا ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن چهارشنبه (۲۸/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ښاري ابتدئیه محکمې رئيس محترم مولوي ظاهرالله (مروان) او د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۸
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ یوه پلاوي؛ په ۱۹/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس او ورسره مل. . .

بیا په خبرونو کی