د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۵
د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج شيخ غلام الله (عادل)؛ د عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او ورسره مل پلاوي په ملتیا، په ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولايت د چاهي، دولت‌آباد او بلخ ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د دغه پلاوي لخوا د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې له نږدې وارزول شوې، حقوقي، جزائي، اندراجونو، صادرې او واردې کتابونه وکتل شول.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي غړو، اداري کارکوونکو او مسؤولينو ته لاندې سپارښتنې وکړې:
۱ـ د قضائي دوسیو د څېړنې، ترتیب او فیصله کولو په بهیر کې باید مطلق شفافیت، د قانون مراعات او عدلي اصول په پام کې ونیول شي.  
۲ـ د دوسیو له بې ځایه ځنډ یا تبعیضي چلند څخه جدي ډډه وشي، تر څو عدالت په خپل وخت تأمین شي.
۳ـ له مراجعینو سره باید اسلامي، اخلاقي او انساني چلند وشي، هغوی ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.  
4ـ مراجعین دې د اړتیا پر وخت په صبر، ادب او روڼ وضاحت رهنمائي شي، تر څو د محکمې د اعتبار کچه نوره هم لوړه شي.
5ـ د مرافعه محکمې رئیس او قضائي پلاوي لخوا په پېچلو قضائي مسایلو کې هدایت او لازمه تشرېح وشوه.
دغه راز  د هرې محکمې دوه ـــ دوه جزائي او حقوقي دوسیې هم له نږدې وکتل شوې، په ځينو دوسیو کې شته ملاحظات ورته په ګوته شول او مرافعه محکمې رئیس وویل، د عدالت ښکلا، د خلکو رضایت او د قضاء باور د هر قاضي او کارکوونکي په اخلاص، صداقت او مسؤولیت‌پالنې پورې تړلي دي.
د لیدنې په وروستيو کې یاد پلاوي د سيمې خلکو، د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیتي مسؤولینو سره جلا جلا لیدنې وکړې، د مرافعه محکمې رئیس د عدالت د ښه تطبیق، د دوسیو معیاري څېړنې، د خلکو سره د ښه تعامل او اداري نظم په برخو کې مهمې سپارښتنې وکـړې، ټینګار يې وکړ چې د شریعت، قانون او مسؤولیتونو په رڼا کې دې خدمتونه لا اغېزمن او د باور  وړ وي، دا څارنه د ادارې د روڼتیا، عدالت د تقویت او د ولس اعتماد د لا زیاتولو لپاره مهم ګام بلل شوی وی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)  په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ د جلسو په تالار کې د مرافعه محکمې دېوانونو، ښاري ابتدائيه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو. . .

بیا په خبرونو کی