د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۸
د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب، د قومي مشرانو او سپين‌ږېرو په منځګړيتوب په ۷/۱/۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل او ټپي کېدو موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د یوې مېرمنې د وژل کېدو او درېیو کسانو د ټپي کېدو دغه موضوع، اته میاشتې مخکې په مارجه ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه او ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په ډېر غور او دقت وڅېړل شوه.
یاده موضوع په يوه اصلاحي غونډه کې چې قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود؛ د مقتول د وارثینو لخوا له قاتل څخه د دیت په اخیستو حل او رسماً پای ته ورسېده.
د غونډې په وروستيو کې دواړو لوریو له مسؤولينو مننه وکړه، په دې پرېکړه یې رضایت او خوښي څرګنده کړه او د محاکمو د مسؤولینو د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو له مرستیال مولوي عبدالرحمن (قاسمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

بیا په خبرونو کی