د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق د قتل موضوع چې یو کال مخکې رامنځته شوې وه؛ حل او فصل شوه.
د قتل دغه موضوع د یاد ولايت مرکز ترینکوټ سفید خار کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
 ورپسې د محاکمو مسؤولینو د قضیې دواړه لوري سولې ته وهڅول او له ډېرو هڅو وروسته د مقتول وارثینو سولې ته غاړه کېښوده.
 په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس او د مدني دېوان مفتي عبدالباري، د ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي جان محمد، نورو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون درلود.
غونډه کې ګډونوالو د اسلامي نظام د بقا او موضوع اړوند هر اړخيزې ویناوې وکړې؛ ورپسې اصلاحي فیصله واورول شوه، یاده موضوع د دواړو کورنيو په رضایت او خوشحالۍ پای ته ورسېده او یو کلنه دښمني یې په دوستۍ بدله شوه.
 د غونډې په وروستیو کې دواړو کورنيو او قومي مشرانو د مسؤولینو د هڅو ستاینه وکړه او د الله (جل جلاله) له درباره څخه ورته د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی