د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۴۴
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۱۲ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۳۱) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسیې فیصله شوې، (۳۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۰۹) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

بیا په خبرونو کی