د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۳۶
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۷۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۹۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۲۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۰) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

بیا په خبرونو کی