د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۳۵) دوسیو پر رسېدنه سربېره، (۴۰۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۳۳
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۳۵) دوسیو پر رسېدنه سربېره، (۴۰۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۵۵۷) دوسيو پر رسېدنه سربېره، (۶۴۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۵۶) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۳۸) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۰۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی