د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۲۵
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې (له 21/10/1446هـ ق نېټې څخه تر 3/11/1446هـ ق نېټې) پورې (۷۰۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۳۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۴۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۵۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۲) دوسیې فیصله شوې، (۴۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۳۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی