د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۲
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۰۴) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۹) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۳) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۵۵) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۰۴) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د جمادی الآخرة میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په جریان کې د (۱۵۲) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي دي.
له دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جوزجان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي کمال الدین (متقي) او مولوي فتح محمد (فاتح) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی