د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۴۵
د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) چې د یاد دېوان مستشار مفتي قدرت الله (سیرت) یې ملتیا کوله، د مرکزي تمیز عالي ریاست په هدایت د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۳مه نېټه، بلخ ولایت ته د درې ورځني رسمي سفر پر مهال د درېیو دوسیو په اړه وروستۍ څېړنۍ بشپړې کړې.
د عامه امنیت دېوان رئیس د دغه سفر پر مهال د بلخ ولایت د مرافعه محکمې له رئیس او د عامه امنیت دېوان له قضائي غړو سره لیدنه کې د یادو دوسیو اړوند تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز محترم مفتي عبدالرحمن (عزیزي) د دغه دوسیو جانبینو سره هم وکتل او له هغوی یې لازم تحقیقات ترسره کړل.
د سترې محکمې یاد پلاوي د دغه سفر پر مهال راټول کړي معلومات او څېړنې د سترې محکمې مرکزي تمیز عالي ریاست له مقام سره شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی