د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۵۱
د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۵۸) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۹)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۷) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی