محترم مولوي روح الله (حبيبي) د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې څلورم زون د سرپرست رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۳:۳۳
محترم مولوي روح الله (حبيبي) د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې څلورم زون د سرپرست رئيس په توګه معرفي شو

محترم مولوي روح الله (حبيبي) د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د څلورم زون د خدمتي سرپرست رئيس په توګه؛ د مرافعه محکمې مرستيال محترم مولوي محمد مبين (الطاف) له خوا په ١٤٤٦/٧/١٨ هـ ق نېټه معرفي شو.  
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستيال، د تحریراتو رئیس، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د لومړي، دویم او درېیم زونونو عمومي رئیسانو، د ده سبز محکمې رئیس او د څلورم زون د دېوانونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مرستيال هر اړخيزې خبرې وکړې وویل، تغیر او تبدیل یو اصل دی، چې نن هم د دې اصل پر بنسټ مولوي روح الله (حبیبي) چې اصل بست یې د کابل د نشه یې توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ریاست دی او هلته یې تر دې دمه دنده تر سره کوله، اوس د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون ته د خدمتي سرپرست رئیس په توګه وګمارل شو؛ په چارو کې ورته د برياليتوب غوښتونکي يو.
د غونډې په دوام تازه معرفي شوي سرپرست رئيس وويل، د الله تعالی شکر ادا کوم چې په ټول هېواد کې يې یو اسلامي نظام را په برخه کړی، لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده دا نظام په ډېرو تکلیفونو راغلی، نو موږ ټول په دې مکلف یو، چې راسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړو او که غفلت کوو نو هم به د الله تعالی او هم به د خلکو پر وړاندې ملامت یو. 
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی