د روزګان او غزني ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۳۶) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د روزګان او غزني ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۳۶) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د روزګان او غزني ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۱۳) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۰۸) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۱۲) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۲) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۸۱) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د روزګان او غزني ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۸) دوسيې تطبيق شوې، (۴) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۷) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.