د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۵
د هلمند ولايت مرافعه محکمې د مسؤولینو ترمنځ غونډه وشوه 

د هلمند ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ او د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو او د تحریراتو آمر په ګډون په ۱۴/۷/۱۴۴۶ هـ ق نېټه غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې له قضائي غړو سره د دوسیو د حل او فصل په تړاو بحث وشو او د حقوقي بندیانو د بند د نېټې په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په دوام د ګډونوالو لخوا پرېکړه وشوه چې د مرافعه محکمې اړوند د جزا دېوان په مشرۍ به د زندان او بنديانو په تړاو د صنف بندۍ او د بندیانو د سن معلومولو په اړه يو پلاوی جوړ شي؛ چې د پوهنې، استخباراتو، ولایت مقام، امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور رياستونو پلاوي به يې هم ملتيا کوي.
د غونډې په پای کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو له رئيسانو سره غونډه وکړه

 د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد)؛ د یاد ولايت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره په ۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون او امنیتي حوزو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون عمومي رئیس محترم مفتي محمد عرفان (الهام) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند د جزا او امنیت عامه دېوانونو رئیسانو، د دویم زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو او اختصاصي محکمې رئيس په ګډون په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه ترسره شوه.
غونډ. . .

بیا په خبرونو کی