په پکتيا ولايت کې اتو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳۲
په پکتيا ولايت کې اتو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د غلا، قتل، اختطاف په تور او دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم په ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پکتيا زون نظامي محکمې د یادو مجرمينو او متهمينو له ډلې دوه تنه پر ۱۰ـ۱۰ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ۳۹ دُرو، يو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، درې تنه پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او دوه وروستي کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ يادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام لخوا هم تائيد شوې وې.
پر مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا د حکم د تطبیق غونډه کې د پکتیا زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالهادي (همت) او د يو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیا زون نظامي محکمې رئيس پر مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزاګانو د تطبیق د ګټو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
یاده غونډه پر مجرمينو او متهمينو د تعزیري سزا د حکم له تطبيق وروسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې يو متهم پر پنځه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشادآخندزاده) په مشرۍ او د ښاري ابتدائيه محکمې قضائي غړو، د استخباراتو ریاست، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو د مسؤولینو په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۲۸
Background image

د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په یاده ولسوالۍ کې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د. . .

بیا په خبرونو کی