د سترې محکمې د مرکزي دېوانونو آمرینو او نورو اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۲:۴۱
د سترې محکمې د مرکزي دېوانونو آمرینو او نورو اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د سترې محکمې د اجراآتو د ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د مرکزي تمیز اړوند دېوانونو آمرینو او نورو اداري کارکوونکو ته نن شنبه (۱۲/۶/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه په مسلکي چارو کې د وړتیا لوړولو په موخه روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار د پرانیستې په موخه جوړه شوې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس محترم مولوي سیف الله آغا، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کریم الله (زاهد)، د پلان او پالیسۍ رئیس محترم مولوي محمد جمعه (فیضاني)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د استخدام او سوانحو رئیس محترم مفتي عبدالوارث (سعید)، د اجراآتو د ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیراحمد (صیاد) او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو ته د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د کار اهل کار ته سپارلو، ظرفیت لوړونې سیمینار د موخو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې وویل، د دغه سیمینارونو موخه معمولاً داده چې اداري کارکوونکي په خپلو چارو کې مسلکي او اهل جوړ شي، ترڅو خپلې چارې ښې او په ټاکلي وخت ترسره کړي.
محترم شیخ خیرجان صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت هر مسؤول او کارکوونکی مکلف دی چې شپه او ورځ په زحمت تېرولو، ځان داسې مرتبې او هدف ته ورسوي چې خلکو ته غوره او ډېر خدمت وکړي.  
د سترې محکمې نظامي مرستیال وویل، هغه مسؤولیتونه/دندې چې موږ ته راسپارل شوي او موږ منلي ښه ترسره کول پر موږ لازم دي، بناءً د اسلامي امارت هر مسؤول او کارکوونکي ته لازمه ده چې د خپلو دندو برخه کې ځانونه لا ډېر مسلکي او اهل وګرځوي.
دغه راز د سترې محکمې د اجراآتو د ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیراحمد (صیاد) صاحب د یاد سیمینار په اړه وویل، په دغه دوه اونیز سیمینار کې به ګډونوالو ته د مسلکي استادانو لخوا د پلان جوړونې اساساتو، د اجراآتو ارزونې، اداري مراسلاتو، اړیکو او راپور ورکولو او نورو لازمو برخو کې ګټوره روزنه ورکړل شي.
محترم حافظ (صیاد) زیاته کړه، د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست به د سترې محکمې مرکزي دېوانونو آمرینو او نورو اداري کارکوونکو ته ددغه سیمینار تر پای ته رسېدو وروسته په تدریجي توګه د کابل او نورو ټولو ولایتونو د محاکمو اړوند کارکوونکو ته ورته سیمینارونه جوړ کړي.
د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار د پیل غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي کریم الله (زاهد) لخوا د دعاء په کولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

بیا په خبرونو کی