د قضائیه قوې د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند مرکزي محاکمو لپاره د نوي معاون د معرفت غونډه ترسره شوه 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۵:۱۴
د قضائیه قوې د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند مرکزي محاکمو لپاره د نوي معاون د معرفت غونډه ترسره شوه 

د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخره میاشتې په ۳مه نېټه د قضائیه قوې محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند ملکي محاکمو د امنيتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د غونډو په تالار کې د یادې قوماندانۍ د مرکزي محاکمو د ملکي معاونیت لپاره نوی ټاکل شوی معاون مولوي نورمحمد (قتیبه) اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.
په دې غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست اړوند د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائيوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (ذهین)، د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان مولوي عبدالله (عزام)، د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست د دعوت او ارشاد آمر مولوي عصمت الله صاحب وینا وکړه وویل، اوس د ملت د هوساینې وخت رارسېدلی، مسؤول کسان باید د ملت د هوساینې لپاره کار وکړي او خپل ملت هوسا کړي.
نوموړي زیاته کړه، مسؤولیت یوه الهي آزموینه ده، په دغه الهي آزموینه کې د کامیابۍ لپاره باید هر مسؤولیت د الله تعالی د رضا په خاطر په ښه ډول ترسره شي.
همدارنګه محترم مولوي نورمحمد (قتیبه) د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده او مسؤولیت به په ښه ډول ترسره کړي او زیاته یې کړه، الحمدلله چی څښتن تعالی موږ ته له ډېرو قربانیو او ناخوالو وروسته دا اسلامي نظام را په برخه کړ، دا اسلامي نظام او دې حالت ته زموږ رسېدنه د الله تعالی په نصرت د افغانستان د مجاهد او غیور ملت د قربانیو نتیجه ده.
نوموړي زیاته کړه، اوس د الله (جل‌جلاله) څخه غواړم چې موږ ته توان او توفیق راکړي ترڅو د دغه ځورېدلي ولس لپاره خدمت وکړو او ان شاءالله د ژوند تر وروستیو شېبو به د دغه اسلامي نظام او مجاهد ولس خدمت کوو.
غونډه د اختتامیه دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی