خوست ولایت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۷:۵۴
خوست ولایت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې نن یکشنبې ۲۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او درېیو کسانو ته د لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د ابتدائيه محکمې جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې دوه مجرمين له دوولس تر اتلس میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درې متهمين پر څلور ـ څلور کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي او نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ولايت حقوقو رياست د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه 

د کابل ولايت د حقوقو رياست رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ریاست د کارکوونکو په ګډون اداري غونډه وشوه.
غونډه د مفتي سميع الله لخوا د قرآنکريم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
Background image

په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۲۸
Background image

په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

بیا په خبرونو کی