محترم مفتي محمدمبین (الطاف) د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په توګه معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۹
محترم مفتي محمدمبین (الطاف) د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په توګه معرفي شو

د کابل د مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمدمبین (الطاف)، د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (عزیزي) لخوا په ۱۶/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته په رسمي ډول معرفي او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې.
په دې موخه غونډه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (عزیزي)، د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد)، د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو، د ښاري محکمې د څلورو زونونو رئیسانو او د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې محترم مفتي الطاف، د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (عزیزي) لخوا د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژندل شو، ورپسې محترم مولوي عزیزي خبرې وکړې وويل، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) لخوا په قضائیه قوه کې ټول مسلکي او د قضاوت اهلیت لرونکي اشخاص ګمارل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، محترم مفتي الطاف چې له دې مخکې یې د غزني ولایت مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس په توګه دنده ترسره کوله او د څه وخت لپاره د یادې محکمې عمومي ریاست سرپرست هم پاتې شوی په قضائي برخه کې د پوره تجربې خاوند دی.
د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس وويل، قضائیه قوه د اسلامي امارت د نظام یو مهم او له مسؤولیت څخه ډک ارګان دی، نو ځکه باید د دغه ارګان ټول مسؤولین او منسوبین خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او باید عدالت چې په قضاوت کې یو مهم اصل دی په پام کې ونیسي.
د غونډې په دوام د صفر شپږ ریاست مرستیال محترم شیخ موسی خان (مرشد) وویل، په تېره اداره کې به د قضاء برخه کې یو کس د هغه شخصیت، اهلیت او پوهې ته له پاملرنې پرته د قاضي په حیث ګمارل کېده، اوس الحمدلله مخکې له دې چې یو کس د قضاء په دنده وګمارل شي د هغه شخصیت، اهلیت او پوهه څارل کېږي او بیا د قضاء په څانګه کې ګمارل کېږي، زه محترم مفتي الطاف له نږدې پېژنم ډېر پوه، عالم او د قضاء په برخه کې ډېرې تجربې لري.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوي مرستيال وینا وکړه وویل، مسؤولیت امتیاز؛ نه بلکې مکلفیت دی، د اسلامي شریعت له نظره چاته چې د مسلمانانو چارې ور سپارل شوې وي او هغه خپل مسؤولیت په سمه توګه نه ترسره کوي، هغه شخص لوی غدار دی، الله متعال ته سوال کوم چې ماته د دې توان راکړي چې راسپارل شوی مسؤولیت د شریعت د احکامو مطابق ترسره کړم.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان رئیس محترم شیخ عبدالله (عبدالله ګل) د غونډې ګډونوالو ته وویل، دا چې قضاوت یو دروند مسؤولیت دی، نو ځکه ډېرو علماوو د قضاء دنده نه ده قبوله کړې، اوس چې موږ ته دا غټ مسؤولیت راسپارل کېږي، نو باید په ډېر احتیاط او دقت سره یې ترسره کړو.
غونډه د محترم شیخ عبدالله ګل لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی