د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۷۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۲۳
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۷۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۱۴) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۵۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۴۳) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۵۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۰۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو د دوو کورنيو ترمنځ یوولس کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ په ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د ملک ټولو اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته جوړ شوی سيمینار؛ په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۸مه نېټه، د کابل ولایت د وثایقو آمریتونو له آمرینو سره اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی