محترم مولوي محمد يونس د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۵۷
محترم مولوي محمد يونس د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي مرستيال په توګه معرفي شو

د لغمان ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی مرستيال محترم مولوي محمد يونس (خالص) په ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالکريم (حقاني)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د ولسواليو د ابتدائيه محاکمو رئيسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د قضاتو د مسؤولیتونو اړوند تفصیلي خبرې وکړې، په چارو کې پر چټکتیا، اصولو او حاضرۍ ته پر پابندۍ او د مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو يې ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام ګډونوالو په بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه، چې د ځینو موضوعاتو او اجراآتو لپاره مشورې وشوې او حللارې ورته ولټول شوې.
د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې نوی مرستيال رسماً معرفي شو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۶
Background image

د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په  ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

بیا په خبرونو کی